م.م. وایي، په دویم ځلي انتخاباتو کې د تېرو تیروتنو د مخنیوي هڅه کوي

د ملګروملتونو عمومی منشی بانکی مون وویل، په انتخاباتوکې درغلی اولاس وهنې نه پریږدي چی یوې سالمی ډ یموکراسۍ ته درسیدو په برخه کې افغانان خپلو حقونوته ورسیږي.
په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر ویاند وایي، دافغانستان دانتخاباتو دولایتي ادارو یوزیات شمیر چارواکي یې چې د انتخاباتو د شفافیت په تامین کې پاتی راغلي وو، له کاره ګوښه کړي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون دافغان ولسمشر حامد کرزی د پریکړې چی انتخابات دی دویم پړاته لاړشي، هرکلی وکړ او د انتخاباتو په بهیراوله هغه وروسته راپورته شوې لانجې کې یې د کرزي او د عبدالله د ښه چلند ستاینه وکړه.

بانکی مون وویل اوس چې د ټولو په خوښه انتخابات دویم دورته غزیدلي په کی باید هغه اشتباهات بیا تکرارنه شي چې په لومړی دور کې یې موږ شاهد وو.

هغه زیاته کړه د دویم پړاو انتخابات چې ټاکل شوې د عقرب په ۱۶ نیټه ترسره شي، ملګرو ملتونه به چې پردې انتخاباتو څارنه کوي، هغه چارواکي ونه ګماري چې په لومړي دور کې یې د انتخاتي چارو واګي په لاس کې وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشی وویل هغه صبر او حوصله چې دافغانستان خلکو او مشرانو په انتخاباتو کې له ځانه وښوده، د قدر وړ ده مخصوصا د خلکو چی د امنیتي ګواښونو سره سره دانتخاباتو مرکزونو ته لاړل اورایې ورکړې څو د خپلی راتلونکې په ټاکلو کې خپل رول ولوبوي.

خو بانکی مون زیاته کړه هغه ترخی تجربې چې دانتخاباتو په لومړي دور کې یې شاهدوو، باید بیا تکرارنه شي.

(( دانتخاباتو لومړی دور ته په پام سره چې په کې په پراخه پیمانه درغلي، بي نظمي اوسرغړونې موجودې وې، د امکان تروسې به موږهڅه وکړو چې دافغانستان له مشرتابه اوادارو اودغه راز له نورو نړیوالو ملګرو سره په همکارۍ، دانتخاباتو دا دور ترډیره حده شفاف او له درغلیوپاک وي.))

د ملګرو ملتونو عمومی منشی وویل، دافغانستان دانتخاباتوخپلواک کمیسیون ته زموږسپارښتنه داده چی بیا هغه کسان استخدام نه کړی چی په درغلیو کی یی لاس درلود او زیاته یی کړه چی له ټولو امکاناتو څخه باید کارواخیستل شی څو دانتخاباتو دویم دورپه عادلانه او شفاف ډول ترسره شی.

په کابل کی د یونامه د دفتر ویاند علیم صدیق د چهارشنبې په ورځ وویل، د انتخاباتو دولایتی حوزوله نیمایی زیات مسولین له خپلو وظیفو لرې کړی شوي، څو د درغلیو مخه ونیول شي.

ښاغلي صدیق وویل په انتخاباتو کی د درغلیو دادعاوو په اړه د ملګروملتونوپه ملاتړ دانتخاباتی شکایتونو د کمیسیون له څیړنی وروسته، دولسوالیو لپاره د انتخاباتو د دوه سوومحلونومسولین له کاره ګوښه شوی دی. د ده په وینا دا هغه محلونه دی چی درغلی پکی ثابتی شوی. افغانستان په مجموع کی ۳۸۰ ولسوالی لری.

د ملګروملتونو عمومی منشی بانکی مون وویل، دا ځل به هم ملګروملتونه چی امنیت اجازه ورکړی او لوجیستیکی زمینه برابره شی، کوښښ وکړی چی دافغانستان خلک له ویری او ګواښ پرته په ازادانه توګه په انتخاباتو کی ګډون وکړی.