هرات: وسلوالو له درېيو كسانو سرونه پرې كړل

د هرات په ګذرې ولسوالۍ كې وسلوالو له درېيو كسانو سرونه پرې كړي او يو بل يې په دار ځړولى دى.

د لوېديځ زون د پوليسو يو قوماندان سمونوال عبدالروف احمدي پېښه تاييد كړې ده.

وسلوالو طالبانو د پېښې مسووليت منلى او ويلي يې دي، وژل شويو كسانو افغان او نړيوالو ځواكونو ته جاسوسي كوله، خو سمونوال عبدالروف احمدي ويلي دي چې دغه كسان ملكيان وو.

بل لوري ته وسلوال ادعا كوي چې په نيمروز كې يې پر يوه دولتي پوسته بريد كړى، پنځه افغان سرتېري يې وژلي او څلور ټپيان كړي، خو دولتي چارواكي دغه ادعا ردوي.