د غزني مظاهره په تاوتريخوالي بدله شوه

په غزني كې په لسګونو كسانو د يوه ديني عالم د وژل كېدو په اعتراض مظاهره وكړه، چې وروسته مظاهره په تاوتريخوالي بدله شوه، عيني شاهدان وايي مظاهره چيانو غوښتل د ولايت ودانۍ ته دننه شي چې د پوليسو په ډزو كې ګڼ كسان وژل شوي يا ټپيان دي.

خو د غزني د روغتيا رياست ويلي دي تر اوسه دوه مړي او شپاړس ټپيان وررسېدلي دي.

د غزني چارواكو ويلي دي په دې مظاهره كې د سولې او ثبات دښمنان لاس لري.

تېره شپه په غزني ښار كې نامعلومو وسلوالو يو ديني عالم سيد هاشم اغا له يوه جومات څخه وتښتاوه چې نن سهار يې مړى پيدا شو.
ځينو مظاهره چيانو ويلي دي چې د دې ديني عالم په وژنه كې حكومتي چارواكي لاس لري، ځكه د دوى په وينا سيد هاشم اغا پر بهرنيو ځواكونو او افغان دولت انتقادونه كول، خو د غزني د والي وياند سيد اسمعيل جهانګير دغه تورونه رد كړل او ازادۍ راډيو ته يې وويل، په دې اړه جدي تحقيقات پيل شوي دي. د دې وژنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.