په لوګر ولايت كې د چك جمهوريت د ولايتي بيارغونې د ډلې يا پي ار ټي په مرسته د محمد اغې ولسوالۍ د سرخاب بند ورغول شو.
دغه بند چې اته متره ژور كيندل شوى، يو مليون امريكايي ډالره لګښت ورباندې شوى، چې اوس به د سيمې درې زره او پنځه سوه كروندګر د دې بند له اوبو څخه ګټه اخلي.
په دې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، د دې بند د جوړونې په وخت كې ۸۰ كسانو ته د كار زمينه برابره شوې وه او ټاكل شوې ده، دلته د كبانو د ساتنې يوه پروژه هم پيل شي.
د چك جمهوريت ۹تنه ملكي ماهرين او ۲۷۵ سرتېري له تېر كال راهيسې په لوګر كې د پوځي ماموريت تر څنګ له بيارغونې، روغتيا او نورو برخو سره مالي او تخنيكي مرسته كوي.