د لوګر پر يوې پوځي اډې توغندلي لګېدلي

راپورونه وايي، نن سهار د لوګر ولایت په مرکز پورې مربوط د پادخواب شانې په سیمه کې د ایتلافي ځواکونو پر اډې توغندي ویشل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش ازادۍ راډیو ته وویل، توغندي اډې ته نږدې لګېدلي چې تلفات نه لري. د وسلوالو طالبانو يوه ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسئولیت منلى او وايي، وسلوالو یې درې توغندي پر اډې توغولي دي.