رابرت ګیبس وایې د انتخاباتي سرغړونو ادعاوې دې سپینې شي

سپينه ماڼې وایې افغان چارواکي باید د ولسمشری په انتخاباتوکې د سرغړونو ادعاوی سپینی کړي، څود دې انتخاباتو د نتایجو مشروعیت یقینی شی.

د سپینی ماڼې ویاند رابرت ګیبس پرون هغو خبریالانو ته وویل چې له ولسمشر بارک اوباما سره یې د اوهایو ایالت ته سفر کاوه، په خبرو کې وویل چې دوی باید په انتخاباتو کې د سرغړونوهرې ادعا ته ځواب ووایې څو خلک دا یقین حاصل کړي چې دا انتخابات قانونی وو.

د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسون چارواکو ویلی تر اوسه د سرغړونو نژدې درې زره شکایتونه ور رسیدلي دي چې څه باندی شپږ سوه یې جدي دي چې د انتخاباتو پر نتایجو اغیز لرلی شی.

دې کمسییون وړمه ورځ د سرغړونو په اړه تر څیړنو وروسته د ۴۴۷ مرکزونو رایې چې تقریبا دوه لکه رایې کیږی قرنطین کړي.

تر اوسه د انتخاباتو کمیسیون په سلو کې د ۷۴ شمېر ل شویو رایو نتایج اعلان کړي چې حامدکرزی په سلو کې څه باندی ۴۸ او عبداله عبداله په سلو کې څه باندی ۳۱ رایې ګټلی دی، په درېم مقام کې رمضان بشر دوست دی چې په سلو کې نژدې یولس رایې یې خپلی کړې دي.