راپورونه وايي نن سهار وختي مهال د كندوز په چهاردرې ولسوالۍ كې د تېلو دوه ټانكرونه چاودېدلي چې له كبله يې وسلوالو طالبانو او ملكيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځينې راپورونه وايي وسلوالو غوښتل دغه دوه ټانكرونه چې نړيوالو ځواكونو ته يې تېل انتقالول- وتښتوي، د ناټو ځواكونه وايي دوى مجبوره شول پر دغو ټانكرونو بمباري وكړي. د ناټو يوه وياند د پېښې په اړه زيات جزئيات نه دي وركړي.
د كندوز والي انجنير محمد عمر وايي په دې پېښه كې شا و خوا ۹۰ كسان وژل شوي چې د نوموړي په خبره پنځه څلوېښت ملكيان او پنځه څلوېښت وسلوال طالبان دي.
په دې اړه وسلوالو طالبانو كومه تبصره نه ده كړې.