نړيوال ځواكونه وايي په كندهار كې يې د وسلوالو يو مهم قوماندان نيولى دى.
د دغو ځواكونو له خوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي چې د وسلوالو دغۀ قوماندان د كندهار په ګڼو بمي چاودنو او وسلوالو بريدونو كې لاس درلود.
ويل كېږي چې دغه طالب مشر د ژړۍ ولسوالۍ اشغو نومي كلي ته نژدې نيول شوى، خو په اعلاميه كې يې د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم وسلوالو طالبانو په دې اړه كومه تبصره كړې ده.
ايساف په يوه بله اعلاميه كې ويلي چې د افغانستان په جنوب كې يې پرون يو عسكر په بمي چاودنه كې وژل شوى دى.