عبدالله : پراخه درغلي شوې

د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهور رییس حامد کرزي لوی سیال عبدالله عبدالله وایي، د تېرې اوونۍ په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر عبدالله ویلي، دده ډلې په انتخاباتو کې شاوخوا سل داسې شکایتونه ترلاسه کړې دي چې په رایو کې د حامد کرزي په پلوي درغلۍ شوې دي.

د ولسمشر کرزي ویاند دغه ادعاوې رد کړې دي. د افغانستان د انتخاباتو څارونکې او د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون پرون وويل،
دوی د رایو ورکونکو په شمول تر دوو سوو زیات شکایات تر لاسه کړي چې ګمان کیږي، د ګوتې د رنګ له منځه تلل د خلکو د دوهم وار د رایو ورکولو په مخنیوي کې پاتې راغلي وي.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو د نتایجو یوه برخه د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.