په غزني کې هم د رایوورکولو لړې پیل شوه

خلک درایو اچولو په حال کې تر سترګو کيږي

اول مرکز کې شاوخوا اوه بجې او شل دقیقې وې چې د غزني والي ډاکټرمحمدعثمان عثماني خپل مرستیال محمدکاظم الایار سره راغی او دوی لومړني کسان ول چې د رایو مرکزو ته راغلي وه او رایه یی ورکړه بیا وروسته نورو مرکزوته هم ولاړم چې د ښځو په چارو ریاست کې د رایی مرکزونه پرانیستل شوي وه او تر اتو بجو پورې څوک نه وه راغلي چې رایې ورکړي.

د امنیت په اړه مسولین یی وایی چې صرف د طالبانو د امنیت په اړه خطر موجود دې خو بیاهم د امنیتي ځواکونو له خوا امنیت ښه ټینګ نیول شوې دې او په ښار کې دکانونه بند دی او د خلکو تګ راتګ هم دومره زیات نه برېښي.

او همدارنګه په ولسوالیو کې د مرکز نه زیاته امنیتي ستونځه موجوده ده او هلته دوه ورځې مخکې د ټاکنونه د دولت مخالفینو ویلي وه چې د رایې مراکزوته به نه ځی او چاته به رایه نه ورکوې او ټولې لاری یی د خلکو پرمخ تړلې دي.

ما دا اوس د یک ولسوالې چې د غزني سره تړلې ولسوالې ده له هغه سره مې په ټیلیفونې کرښه وم چې تراوسه لا څوک نه وه راغلي.
او همدارنګه د هرات په بېلا بېلو سیمو کې چې یو څو طرفو ته ۶۶۷ مرکزونه د رایې ورکولو خلاص شوي دي.
د ګوهر شاد بیګم له سیمې څخه د انتخاباتو پروسه شروع شوه دلته د خلکو توجه زیات ده له هغه نه چې موږ په خوا اټکل کاوه.

دلته کومه ستونځه نشته خو یوازې هغه اله چې کارتونه پرې سوري کيږي هغه خراب شول او مسولینو یی بیرته په جوړیدو هڅه کړې ده.

او د پشتون زرغون په ولسوالیو کې چې دوه طرفه د تحدید سره مخ شوي وه بیا هغه د ټاکنو د شکایاتوکمیسیون ډاکټر صیفي وپتیله چې دغه را وروسته کړو اونور په بېلابېلو ولسوالیوکې وضیعت ارامه ده اود بادغیس نه هم ادعاوې موجودي دی او د امنیت په اړه مو د سرحدي پولیسوقومندان جنرال ملحم خان سره وکتل او هغه داسې وویل:
" سرحدِِِي پولیس په درې ولایاتونو کې فراه،هرات او بادغیس ولسوالیوته۸۱۰ تنه پولیس مقرر شوي دي اوپه ټولو طرفو د مواد لیږد په عادي ډول روان دې امنیتي وضع اوس نورماله ده او خلک په ډاډه زړه د رایو ورکولو مرکزونوته ځي."