مهدي کروبي له بندیانو سره ناوړه چلند شوی

د ایران د مخالفې ډلې مشر مهدي کروبي وایي، ددغه هېواد د زندان ساتونکي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته په مظاهرو کې ګڼشمیر نیول شويو کسانو د وهلو ټکولو او زورزیاتي ترڅنګ ددوی پر شا سپاره شوي او د څارویو په څېر یې ورسره چلند کړی دی.

په هغې اعلامیې کې چې د کروبي د سیاسي ګوند اتحاد ملي په ويب پاڼه کې خپره شوې ده، ویل شوي، چې په مرکزی زندان کارېزک کې یوشمېر بندیان اړ ایستل شوي چې ځانونه لوڅ کړي.

خو د پارلمان ویاند علي لاري جاني د جنسي تېرېو مسله رد کړه. ویل کېږي چې د کارېزک په زندان کې څو تنه اعتراض کونکي وژل شوې دي.

له بلې خوا د ایران مذهبي مشر نن آیت الله صادق لارې جاني ددغه هېواد د قضاییه قوې مشر وټاکه. ددغه هېواد دولتي ټلوېزیون وویل: لارې جاني د پارلمان د ویاند او د ایران د شورای نګهبان د غړي علي لارې جاني ورور دی، د آیت الله محمد هاشمي شاه رودي پر ځای چې د کار لس کلنه موده یې پای ته رسېدلې وه، وټاکل شو.

دغه ټاکنه وروسته له هغه وشوه چې د ایران حکومت د جون میاشتې د ولسمشرۍ تر لانجمنو انتخاباتو وروسته لسګونه اعتراض کونکي محاکمه کړل.

په نیول شویو دوو سوو (۲۰۰) کسانو کې لوړ رتبه منځلاري سیاست پوهان، فعالین، قانون پوهان او ژورنالیستان شامل دي.