فضل هادي شینواري: دولت دې له وسلوالو مخالفینو سره تفاهم وکړي

د افغانستان د عالمانو شورامشر مولوي فضل هادي شینواري

د افغانستان د عالمانو شورا غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په خپله یوه غونډه کې، چې راروانو انتخاباتو ته ځانګړې شوې وه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل، چې له جنګ نه لاس په سر شي او په را روانو انتخاباتو کې دې ګډون وکړي.

د دې شورا مشر فضل هادي شینواري وویل : راشئ ای ملایانو،ای حزبیانو،ای مخالفینو،تاسې مسلمانان یاست راشئ موږته لاره د سولې وښایی لاکن د وینو تویولو هیڅ مجوز نشته دې داموږتاسوته د علماو د افغانستان تاسونه د خواهش دې او موږ خواهش ومنې."

په دې اعلامیه کې عام افغانان هم هڅول شوي، چې په انتخاباتو کې فعاله برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندید ته دې رای ورکړي.

د افغانستان د عالمانو شورا له وسلوالو مخالفینو سره د تفاهم د بهیر د پیاوړې کولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې طالبانو تل دا ډول غوښتنو ته، چې د افغان حکومت له خوا مطرح شوي منفي ځواب ورکړې.

د افغان دولت وسلوال مخالفین د هر ډول خبرو لپاره خپل یو اساسي شرط دا وړاندې کوي، چې نړیوال ځواکونه دې له افغانستان نه ووځي.
د افغانستان د عالمانو شورا


خو ښاغلي شینواري هم په دې برخه کې دولت ته ورته دریځ لري او وايي، چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ضروري دې.

د افغانستان د عالمانو شورا د دولت له وسلوالو مخالفینو څخه په داسې حال کې په انتخاباتو کې ګډون غوښتنه کړې، چې طالبانو اوس اوس اعلان کړې، چې دوي به د راروانو انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړوي.

خو افغان او نړیوال ځواکونه بیا دا ډاډ ورکوي، چې د انتخاباتو د امنیت لپاره يې ټول ضروري تدابیر نیولي دي.

په افغانستان کې د یوناما چارواکو هم دا ګواښونه په کلکه غندلي او ویلي دي، چې هیچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې راروان انتخابات ګډوډ کړي.

تمه ده، چې دا انتخابات د روانې میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ترسره شي، چې اوس ورته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.