نور:دعادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړ تیارې لري

د انتخاباتو خپلواک کمسیون ویاند نور محمد نور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون یو ځلې بیا پدې ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د ازاده او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړ تیارې لري.

د دغه کمسیون ویاند نور محمد نور، چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې خبریالانو ته د دوي د تیاریو په اړه معلومات ورکول وویل، څلور دیرشو ولایتونو ته يې د اړتیاو وړ لوجسټکي مواد رسولي او ډیر ژر به د راې اچونې مرکزونو ته د دغو موادو لیږدول يیل شي:
"په ټولنیز ډول نن د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پدې بریالې شو چې څلوردیرش ولایاتو ته
ټول اساسي مواد ورسوي یعنې کوم راپورونه چې د ولایاتو څخه راغلل دغه مواد ټولو ولایاتو ته رسیدلي دي.

نو په نږدې راتلونکې کې به چې د انتخاباتولپاره یعنې د زمري نهه ویشتمې ته دوه درې ورځې پاتې شي موږ به دغه مواد د خپله ولایتي دفترونو څخه محلونو ته انتقالوو چې ددې لپاره مو هم بشپړ چمتو والې نیولې ده د هوا له لاری، د ځمکې له لاری به دغه مواد موږ په پام کې لروچې درایومحلونو ته ورسوو."

ښاغلي نور زیاته کړه، چې له ولایتي دفترونو څخه د رایې اچونې مرکزونو ته به د دغو موادو د وړلو لپاره له هوايي او ځمکني ټرانسپورټ سربیره له څارویو څخه هم کار واخستلاې شي.

د ښاغلي نور د معلوماتو له مخې د انتخاباتو خپلواک کمسیون د لوجسټکي موادو د لیږد ترڅنګ په افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ګړندي کړی دي څو خلک د را روانو انتخاباتو پر اهمیت پوه کړي.

هغه زیاته کړه، چې دوي د دې کار د لا ګړندي کولو لپاره د خپلو مبلغینو شمېر هم زیات کړې دې:
"یو زر او شپږ سووه څلور مبلغان له ډیره وخته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه پوهاوي چارې پر مخ بیايي.

مونږ لازمه وګڼله، چې دا شمېر زیات کړو او پدې ترتیب سره یو سل او یو اویا مبلغین نور دوي ته ورزیات شول دوي د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ورځي او خلکو ته د انتخاباتو د بهیر او همدا راز پدې بهیر کې د خلکو د ګډون په اړه معلومات ورکوي."

د دغو تیاریو سره سره داسې اندېښنې موجودې دي، چې د دولت د وسلوالو مخالفینو د وروستي ګواښ په پام کې ساتلو سره ممکن د هېواد په نا امنه ولایتونو کې خلک ونه کړاې شي، چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

خو افغان او نړیوال امنیتي چارواکي وايي، چې د انتخاباتو د امنیت لپاره دوی پراخه تدابیر نیولي، چې د دوي به وینا خلکو ته به په انتخاباتو کې د پراخه ګډون امکانات برابر کړي.

په عینې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمسیون بیا د انتخاباتو د څارنې لپاره هم د خپلو تیاریو یادونه کوي او وايي، چې شاوخوا دوه لکه کتونکي به دا انتخابات وڅاري څو د هر ډول درغلیو مخنیوې وشي.

دا انتخابات به د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ترسره شي، چې اوس ورته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.