د سهاكوقوم د حامد كرزي ملاتړ اعلان كړ

په افغانستان كې د راتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په رانيږدې كيدلو سره د كانديدانو تر منځ انتخاباتي مبارزو هم زور اخيستى دى.

د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره د كانديدانو د ملاتړ په دوام د سهاكو د قوم د ټولنيزې او فرهنګي شورا په سلګونه غړو د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوې غونډه كې په راتلونكو انتخاباتو كې خپل ملاتړ له حامد كرزي څخه اعلان كړ.

د دغه شورا ريس نوراغا سهاك له دې امله په جوړې شوې غونډه كې وويل چې د سهاكو ټولنيزه او فرهنګي شورا له پراخو بحثونو ورسته دې نتيجې ته رسيدلې ده چې د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كې له حامد كرزي نه خپل ملاتړ اعلان كړي:
"ورسته له خورا زياتو سلا، مشورو او د يوې عمومي غونډې په ترڅ كې په دې پريكړه وشوه چې په راتلونكو انتخاباتو كې له داسې يو ملي، سياسي او ټولنيز شخصيت څخه ملاتړ وكړو چې د هېواد هر راز ستونزې هوارې او دردونو ته يې مرهم شي.

له نيكه مرغه د دې غونډى ګډونوالو ښاغلى حامد كرزى د دې سنګين مسووليت د پورته کولواو د لومړۍ چوكۍ مناسب او وړ كس وبللو."

د حامد كرزي څخه تر دې د مخه هم د افغانستان په مركز او ولايتونو كې د ملاتړ غونډې جوړې شوې وې.

د دغې غونډې يو ګډونوال عبدالقدوس وويل چې حامد كرزى د راتلونكې ولسمشرۍ لپا ره يو مناسب كس دى او په انتخاباتو كې به نوموړي ته راېه وركوي:
"افغانستان يو مجاهد ولسمشر ته ضرورت لري، دې ته نيږدې و چې افغانستان تجزيه شي خو زمونږ مجاهد ورور حامد كرزى راولاړ شو په دې وطن يې لاس راوكاږو او دا مظلوم ملت يې سره يو كړ، دا ابتكار د جناب حامد كرزي و."

حامد كرزي هم لكه د نورو كانديدانو په شان ژمنه كړې چې په راروانو انتخاباتو كې به بري په صورت كې په افغانستان كې د امن او ثبات، اقتصادي بيارغونې او ګڼو نورو برخو ته خپل جدي پام واړوي.

د كانديدانو د كمپاين رسمي موده د زمري د مياشتې په شپږ ويشتمه نېټه له انتخاباتو څخه دوه ورځې مخكې پاى ته رسيږي.

كانديدان غواړي چې د ټاكلې مودې تر رارسيدلو د مخه په مركز او ولايتونو كې د غونډو په جوړولو سره د ګڼو قومنو او د ټولنې د بېلابېلو ليكو او استازو ملاتړ خپل كړي.

راپور : اجمل تورمان