دفاع وزرات: د برګ مټال ولسوالۍ په عملياتو كې مو ډېر مهمات ترلاسه كړي دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د برګ مټال ولسوالۍ د نيولو په عملياتو كې يې په لسګونه ميله وسله او مهمات ترلاسه كړي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت لخوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي چې په دغو عملياتو كې يې تر اتيا ميليو زياته وسلې نيولي دي.

اعلاميه دا هم وايي چې د مخالفينو څلور مړي د ولسوالۍ په انګړ كې پاتې شوي دي.

د افغانستان حكومتي چارواكي وايي چې د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ يې وړمه شپه بېرته له طالبانو څخه نيولې وه.