د انتخاباتي مبارزو لګښتونه څومره، او له کومه ؟

د تېرو څو اونیو راهېسې په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې په شور او زوږ روانې دي . کاندیدان لويې لويې غونډې جوړوي ، خپل لوی لو ی پوسټرونه چاپوي، او ان د ځینو غونډو څخه خو داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پر خلکو نقدې پیسې ویشل شوې دي .

په لنډه توګه سړی ویلی شي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدانو په دې ورځو کې پر خپلو جیبونو لاسونه سست کړي او پراخو لګښتونو ته يې مخه کړې.

له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي بیا سرټکوي او وايي یو شمیر کاندیدان ورته په وخت د خپلو لګښتونو رپوټونه نه سپاري.

پوښتنه دا ده چې یو شمیر کاندیدان دومره پیسې له کومه کوي چې په داسې خلاص مټ يې لګوي؟ ایا د تنظیم او لګښت لپاره يې قوانین شته؟ که شته ایا دا قوانین مراعت کېږي کنه؟

ددې اونۍ بحث کې مو همدې پوښتنو ته د ځواب موندنې هڅه کړې.

د بحث میلمانه دي د انتخاباتو د کمیسون ویاند نورمحمد نور، د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید عبدالقادر امامي غوري او د سیاسي چارو کارپوه
مطیع الله خروټي دي. د بحث کوربه زبیر ژمن دی

دا بحث دلته اوریدلی شۍ