په عزیز آباد کې ځان وژونکې حمله شوې

د شینډنډ ولسوالۍ په عزیز آباد کلي کې نن د ایټالیایي ځواکونو په یوه کاروان باندې ځان وژونکې حمله وشوه.

د لویدیځ زون د پولیسو مشر جنرال اکرام الدین یاور آزادۍ راډیو ته ویلي په دې حملې کې ایټالوي ځواکونو ته د سر زیان نه دی رسیدلی خو یوه پوځي وسیله یې زیانمنه شوې ده.
د حملې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی او ادعا کوي چې په حملې کې یې ۷ تنه بهرني عسکر وژلي دي. جنرال یاور د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.