د کریملن یو چارواکی وایي روسیه به د امریکا متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې ددې هیواد له لارې افغانستان ته وسلې انتقال کړي.
د روسیې د ولسمشر دیمتری میدودیف د بهرنۍ پالیسۍ مشاور سرګۍ پریخودکو نن وویل تمه ده چې میدودیف او د امریکا جمهور رییس بارک اوباما به په مسکو کې د راتلونکي اوونۍ مشریزې غونډې کې یوه معامله لاسلیک کړي. روسیې په روان وخت کې امریکا ته اجازه ورکړي چې د افغانستان د عملیاتو لپاره د روسیي له لاري غیر محاربوي مواد انتقال کړي.
د ولسمشر میدودیف مشاور وایي د نوې معاملې په اساس به د امریکا وسلې د روسیې د ځمکنیو او هوایي لارو افغانستان ته انتقال شي.