په هلمند کې امریکایي ځواکونه پر مخ ځي

د امریکا د سمندري ځواک عسکر په هلمند ولایت کې د طالبانو په سنګرونو باندې سخت پوځي عملیات پر مخ وړي . په هلمند کې د امریکا سمندري ځواکونو یو ویاند وایي عسکر یې د ګرمسیر او ناوې په ولسوالیو کې عملیات کوي او دغه راز له افغاني ځواکونو سره مرسته کوي چې د پاکستان د پولې په لور، د خانشین ولسوالۍ ته ورسیږي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د نوي ستراتیژۍ په اساس شاوخوا ۴۰۰۰ امریکایي عسکرو په هلمند ولایت کې ستر پوځي عملیات پیل کړي او زیارباسي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.