غلام فاروق نجرابي په ۱۳۳۴ هجري لمریزکال کې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
دې وايي چې ابتدايي زده کړې يې په نجراب کې کړي او بیا د رحمان بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی، او بیا يې د طب پوهنځي لوستی.
ښاغلي نجرابي وايي چې په ډېرو علمي او مسلکي چارو کې يې برخه اخیستې ده ، او اوس په یو شمیر پوهنتونونو کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.
د ښاغلي نجرابي په وینا دا يې دریم ځل دی چې ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندیدوي خو زیاتوي دا چې عادلانه انتخابا ت نه وو ځکه نو حق تر اوسه هم حقدار ته نه دی رسیدلی.
له ښاغلي نجرابي سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند د نوموړي د کاندیدو ، راتلونکیو پروګرامونو او ګڼو نورو مسلو په اړه ځانګړې مرکه کړې .
له غلام فاروق نجرابي سره دا مرکه دلته اوریدلی شۍ