هدایت امین ارسلا په کابل کې زیږیدلی دی .
ښاغلی ارسلا وايي چې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په کابل کې کړي او بیا د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته تللی او لیسانس او ماسټري يې په اقتصاد کې اخیستې .
ښاغلی ارسلا وايي چې سیاسي علوم يې هم لوستي دي او یو افتخاري دکتورا هم په امریکا کې ورکړل شوې ده، او اتلس کاله يې په نړېوال بانک کې کار کړی دی .
د ښاغلي ارسلا په وینا د روسانو پر ضد جهاد کې يې هم برخه لرله او د پېښور په عبوري حکومت کې د مالیي وزیر و.
نوموړی وايي کله چې افغانستان ته راغلوو نو په لومړیو کې د بهرنیو چارو وزیر وم ، بیا مو د سولې په هلو ځلو کې برخه لرله د روم د جرګې په هلو ځلو کې مې هم چې رهبري يې پخواني پاچا کوله مهم رول درلود .
ښاغلی ارسلا د بن د کنفرانس غړی هم و . او د موقتې ادرې د مرستیال په توګه هم ټاکل شوی وي .
د کرزي د څوکلنې واکمنۍ پر همهال هدایت امین ارسلا پر بیلابېلو لوړو څوکیو دندې ترسره کړي چې وروستۍ يې د افغانستان د کابینې د مشر وزیر په توګه وه.
نوموړي په دې ورستیو کې له دې دندې استعفا ورکړه او ځان يې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړ، اوس ښاغلی ارسلا د هغو یو څلوېښت کاندانو څخه دی چې غواړي د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې بریالي شي.
له هدایت امین ارسلا سره مرکه دلته اوریدلی شۍ