په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي قوماندان امريکايي جنرال ستنلي مک کرستل ويلي د امريکې او ناټو عسکر بايد په خپل سلوک کې بدلون راولي او ددې پرځاى چې په افغانستان کې خپلو حملو ته شدت ورکړي بايد د افغانستان د ملکيانو ساتنه يي لومړيتوب وي، او د خلکو زړونه خپل کړي .
ميک کرستل چې پرون يي په هلمند کې خپلو عسکرو ته وينا کوله وويل چې دى به ناټو او امريكايي ځواكونه په نوي پوځي فکر وروزي او په جګړو کې د ملکي افغانانو د وژلو د کمولو په اړتيا به يي پوه کړي .
تمه کيږي چي په څو ورځو کې به ميک کرستل د جګړو نوي اصول رسماً اعلان كړي .