شاهنواز تڼی په ۱۳۲۸ هجري کال کې د خوست د تڼیو ولسوالۍ په درګي کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړي د خپل کلي په ښونځي کې کړي بیا وروسته په کابل کې حربي ښوونځي ته تللی دی.
نوموړی وايي چې په ۱۳۵۰ هجري کال کې د حربي پوهنتون څخه فارغ شوم ، او په ۱۳۵۳ هجري کال کې پخواني شوروي اتحاد ته د تخصصي زده کړو لپاره واستول شوم .
ښاغلی تڼی وايي په شوروي کې له زده کړو وروسته په ۱۳۵۷ کال کې د کمانډو پوځ قومندان وم . او د ثور په انقلاب کې مې فعاله ونډه درلوده .
نوموړی وروسته په افغانستان کې د وسلوال پوځ د لوی درستیز او د دفاع د وزیر په توګه هم دندې ترسره کړي.
شاهنواز ټني په ۱۹۹۰ کال کې د ډاکتر نجیب د ریژیم پر ضد چې دی يې د دفاع وزیر و یوه ناکامه کودتا وکړه ، چې له کودتا وروسته پاکستان ته وتښتېدو او هلته يې سیاسي پنا واخیسته.
اوس نوموړی ځان د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړی؟ دا چې ولې يې ځان کاندید کړی او که ولسمشر شي کوم کارونه به وکړي؟
ددې او داسې نورو پوښتنو ځواب له نوموړي سره د ازادۍ راډیو په ځانګړې مرکه کې واورﺉ
د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندید شاهنواز تڼي سره مرکه واورﺉ