حاجي عبدالغفور زوري د حاجي فقیر احمد زوی د نیمروز ولایت اوسیدونکی دی ، نوموړي هم د هغو یو څلویښت کسانو په ډله کې دی چې هر یو يې هېلمن دې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به وټاکل شي .
زوري وايي چې په بېلابېلو حکومتي ادارو کې يې دندې ترسره کړي او یو شمیر قومي مشرانو دې ته هڅولی چې ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي .
په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند له ښاغلي زوري سه مرکه کړې او په کې يې ترې پوښتلي چې ولې يې ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړ ؟ څومره سیاسي تجربه لري؟ او که ولسمشر شي څه به وکړي ؟
د حاجي عبدالغفور زوري سره دا مرکه دلته اوریدلی شۍ