ر مظان بشر دوست چې ۴۷ كلن دى وايي د حقوقو او سياسي علومو په برخه كې يې د فرانسې له هېواد څخه دكتورا ترلاسه كړې.
نوموړي خپل تیسیز هم د افغانستان ديپلوماسي او جنګ تر سرليك لاندې ليكلې ده.
ښاغلى بشر دوست په فرانسه كې د حقوقو او سياسي علومو استاد و او همدارنګه د نوموړي هېواد په يوې دارالوكاله كې يې هم دنده ترسره كوله.
كله چې افغانستان كې حامد كرزي واك ترلاسه كړ نو ښاغلى بشر دوست په فرانسه كې د افغانستان سفارت ته لار ومونده.
څه وخت وروسته کابل ته ولاړ، او د افغانستان بهرنيو چارو وزارت كې د ملګرو ملتونو د ډيپارټمنټ مرستيال وټاكل شو.
له هغې وروسته د څه مودې لپاره ولسمشر کرزي د افغانستان د پلان د وزیر په توګه ټاکلی و. چې وروسته استعفا ته اړ شو.
بشر دوست چې کله د پلان وزیر وو نو د انجوګانو پر ضد يې د جدي اقداماتو خبرې کولې او ویل يې په زرګونه اینجوګانې باید د کار جواز واخیستل شي.
نوموړي په ولسې جرګه کې هم د ولسې جرګې پر غړیو او افغان حکومت د اعتراضونو له کبله شهرت لري.
بشردوست د څه مودې لپاره د كابل په اليبروني پوهنتون كې د حقوقو او سياسي علومو استادي كړې او اوس مهال د افغانستان په ولسي جرګه كې د كابل خلكو استازى دى.
نوموړی هم د هغه یو څلوېښتو اشخاصو په ډله کې دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې څوکۍ ته يې ځانونه کاندید کړي دي.
په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حیمد مومند له رمضان بشر دوست سره یوه مرکه کړې چې دلته يې اوریدلی شۍ.
د رمضان بشر دوست سره مرکه واورﺉ