زاهدان كې نيول شويو اتيا تورنو كسانو څخه دېرش افغانان دي

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې امنيتي چارواکو د دې هېواد په جنوب ختيځ ښار زاهدان کې د تېرې اونۍ له خونړيو پېښو سره په تړاو د دېرشو افغانانو په ګډون اته اتیا کسان نيول شوي.

فرانسپرس خبري آژانس د زاهدان د مشر څارنوال محمد مرضیه له قوله په راپور کې ليکي چې امنيتي مامورينو په زاهدان ښار کې له وروستيو پېښو وروسته، اته پنځوس تنه ایرانیان په ناارامیو، اور اچونو، له کورونو په غلاوو او وسله والو حملو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.

مرضيه زياته کړه همداراز دېرش تنه افغانان چې له ګډوډيو څخه په ناوړې ګټې اخيستنې سره يې په دې ناارامیو کې ګډون کړی و، نیول شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکو آزادۍ راډيو ته وويل چې د دې خبر له اورېدو وروسته يې ډېر ژر په تهران کې د افغانستان د سفارت او په زاهدان کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ له مسوولانو سره تماس نيولی او غوښتنه يې ترې کړې ده چې دا موضوع وڅېړي او ژرترژره دې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته خبر ورکړي.