له شمالي کوریا د اتومي پروګرام د پای ته رسولو لپاره دنړیوالوغوښتنه

وروسته له دې چې شمالي کوریا اتومي ازموینه وکړه د نړۍ مشران له دې هیواده غواړي چې خپل اتومي پروګرام پای ته ورسوي .

مسکو وویل چې د روسیې ولسمشردیمیتري مېدوېدیف او د جاپان صدراعظم تارو اسو په ټېلفوني خبرو کې سلا وکړه چې د شمالي کوریا د تېرې اوونۍ اتومي ازموینې ته کلک ځواب ووايي .

له دې جلا د امریکادفاع وزیر رابرت ګېټس شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې امریکا به شمالي کوریا د یوه اتومي هیواد په توګه ونه مني .