اوباما : اسراییل باید د ښارګیو جوړول بس کړي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشربارک اوباما وايي اسرایل بايد په منځني ختیځ کې د سولې لپاره د اردن سین په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو جوړول د سرحدي معاملې د یوې برخې په توګه بند کړي.

خو اسرایلي لوري د ولسمشراوباما دا وړاندیز رد کړې .

ښاغلي اوباما زیاته کړې فلسطینیان هم باید په لويدیځه غاړه کې د امنیت په ټېنګولو سره د سولې د پروسې په عملي کولو کې خپل مسولیت ادا کړي .

جمهور ریس بارک اوباما پرون د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وکتل .