د شمالي کوریا د توغندو ازموینوچینايي کب نیوونکي له ژړسمندرګي وایستل

رپورونه وایي د راکټي ازموینو په سر د دواړو کوریاوو ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره چینایی کب نیوونکو له ژړې بحیرې څخه په وتلو پیل کړی دی .

د جنوبی کوریا د خبري آژانس ( یوناهپ ) په حواله چینایان د شمالی کوریا د ( یونپیونګ ) له بندره چې جنوبي کوریا ته تر ټولو لڼډ پروت دی د وتلو په حال کې دي.

پرون د جنوبي کوریا او متحدوایالاتوپوځونو په لوړه سطح پوځي تدابیراعلان کړل .
په عین حال کې شمالی کوریا د ۱۹۵۳ کال د سولې معاهده چې د دواړو کوریا ګانو ترمنځ جګړه یې ختمه کړی وه لغوه اعلان کړه .