په بدخشان کې ۶ تنه دسېل قرباني شول

پرون ماښام په بدخشان ولایت کی شپږ تنه سیلاوونو وړیدي. د بدخشان والي بازمحمد احمدي آزادۍ راډیو ته ویلي پدي کسانو کي دوې میرمني او یو ماشوم هم شامل دي.
احمدي وایی وروستیو سیلاوونو د بدخشان په شپږو ولسوالیو کي تر شپږ سویو زیات کورونه ویجاړ کړي او په سلګونو څاروي یی وژلي دي. د بدخشان والي وایی د دوو پلونو په نړیدو سره د بدخشان د دریو ولسوالیو مواصلاتۍ اړیکي له مرکز فیض اباد سره پري شویدي.