البانیا په رسمي توګه د اروپایی اتحادیې غړیتوب ته غوښتن لیک وړاندي کړ:

دالبانیا صدراعظم ( صالح باریشا) نن د چیک جمهوریت مرکز پراګ کی د خپل سفر پر مهال په اروپایی اتحادیه کي د خپل هیواد د غړیتوب لپاره غوښتن لیک وړاندي کړ . د چیک جمهوریت اوس وخت د اروپایی اتحادیې دوریي ریاست لري.
د تیر نومبر په میاشت د اروپایی اتحادیې کمیسیون وویل البانیا باید په اروپایی اتحادیه کي د غړیتوب لپاره د حکومت او د محاکمو چاري غښتلي کړي.
د تنظیم سویو جرایمو او اداري فساد پر ضد جدي اقدامات وکړي تر څو د اروپایی اتحادیې د غړیتوب لپاره لاره هواره سي .
له بلي خوا د یونان جمهور رئيس ( کوسټاس کارامنلیز) نن له البانبا څخه د کتني پر مهال په مرکز تیرانا کي وویل که البانیا د جون په میاشت کي پارلماني انتخابات د نړیوالو معیارونو پر اساس وکړي ، د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي او بشري حقونوته رعایت وکړي نو دغه هیواد ته به په اروپایی اتحادیه کي د غړیتوب لاره پرانستل سي .