نړیوال بانک وایی نړیوال مالی بحران به په مرکزی اسیا او ختیځی اروپا کی ۳۵ میلونه خلک بیرته بی وزلۍ ته ټیل وهی.

دا بانک وایی دا شمیر د هغو خلکو یو پر دریمه برخه ده چی په تیری لسیزی کی له بی وزلۍ او مجبوریت څخه خلاص شوی دی. د اروپا او مرکزی آسیا لپاره د نړیوال بانک د رییس مرستیال شیګیو کاتسو وایی دا یو بشری ناورین دئ او خلکو له یاده ایستلئ. د نړیوال مالی بحران له وجی ډیر هغه هیوادونه سخت ځپل شوی چی اتباعو به یی بهر کی کارونه کول او خپلو کورنیو ته به یی پیسی استولی .
نړیوال بانک وایی د تاجکستان عواید ممکن په سلو کی دیرش کم شی.