د جمعی په ورځ د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کی اییتلافی او افغان ځواکونو له وسله والو سره سخته نښته وکړه چی په نتیجه کی یی لږ ترلږه ۱۲ تنه وسله وال ووژل شول.

ناتو ځواکونه وایی په جګړی کی د دوی عسکر ندی وژل شوی خو یو تن یی ټپی شويدئ.
د میدان وردګو ولایت د پولیسو مشر جنرال عبدالیمین مظفرالدین وایی جګړه هغه مهال ونښته چی وسله والو د ناتو ځواکونو په یوه کاروان باندی حمله وکړه. جګړی له یوه ساعته زیات دوام وکړ او ایتلافی ځواکونو د هوایی ځواک مرسته وغوښتله. جنرال مظفرالدین وایی دوی تر اوسه د وسله والو ۱۲ مړی میندلی او داسی راپورونه ورته رسیدلی چی اتلس نور مړی هم موجود دی.
په چګ ولسوالۍ کی د اسوشيتد پرس آژآنس خبریال وایی د جګړی په مهال د یوي سختی چاودنی غږ یی هم اوریدئ.
د میدان وردګو والی حلیم فدایی جګړه تایید کړی او وایی دا یوه ستره او اوږده جګړه وه.
له بلی خوا تښتوونکو پرون د پوهنی د وزیر پلار خوجه میر خوشی کړ او د کورنۍ غړی یی وایی د نوموړی د خوشی کیدو په بدل کی یی پیسی ندی ورکړی او د تښتوونکو کوم شرط یی هم ندئ منلئ.