قسیم فهیم د کرزی ملاتړ وکړ

د افغانستان د ملي جبهې یوه غړي او د دفاع پخواني وزیر محمد قسیم فهیم د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې له جمهور رئیس حامد کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ملي جبهې یوه مسئول رویټرز خبري اژانس ته دا خبره تایید کړې ده.
مارشال فهیم د افغانستان په موقت او انتقالي حکومتونو کې د جمهوررئیس حامد کرزي لومړئ مرستیال وو او وروسته یې له ځینو نورو سیاسي شخصتونو سره د ملي جبهې په نوم یو ایتلاف چې ځان د حکومت اپوزیسیون بولي، جوړ کړ.
مارشال فهیم څو ورځې مخکې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د ملي جبهې له خوا د ډاکتر عبدالله عبدالله له کاندیدو سره مخالفت ښودلئ وو.