روسیی له ناټو غوښتی چی په ګرجستان کی خپل پوځی تمرینونه وځنډوی .

د روسیی دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاواروف نن وویل : یاد شوی تمرینونه چی د می له شپږمی پیل کیږی او د جون تر لومړی به دوام کوی ددی سیمی اوسنی کړکیچ وضعیت نور هم خرابوی .
په ناټو کی د روسیی استازی دیمتری روګوزین تردی دمخه په ګرجستان کی د ناټو تمرینونه یو پارونکی عمل بللی وو .
ناټو د چارشنبی په ورځ په داسی حال کی دا اعلان وکړ چی غواړی خپلی اړیکی له روسیی سر ه ښی کړی .د ناټو او ماسکو اړیکی د روسیی او ګرجستان ترمنځ تر جګړی وروسته خرابی شوی .