اروپایی اتحادیه وايي د ترکیې او ازربایجان ښې اړیکي د سیمي پر هیوادنو اثر کوي:

دجنوبي قفقاز لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړي استازي له ترکیې غوښتنه کړې چي له ګاونډی هیواد آرمنستان سره خپل سرحد پرانیزي. استازي (پیتر سمنبې ) دا څرګندوني د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه وکړې چي تیره اوونۍ دامریکا جمهور رئیس ( بارک اوباما ) هم ورته غوښتنه وکړه . ښاغلي ( سمنبې) وویل د ترکیې او آرمنستان تر منځ له ښو اړیکو څخه به د سیمي هیوادونه هم ګټه واخلي او هم به له ترکیې سره د اروپایی اتحادیې د غړیتوب په ترلاسه کوولو کي مرسته وکړي.
تیر کال ترکیې او ارمنستان د یوې پیړۍ دښمنۍ وروسته ددیپلوماتیکو اړیکو د ټینګیدو لپاره د لوړو مقاماتو په سطحه خبري وکړې . ترکیې په 1993 م کال له ازربایجان سره د ملاتړ په خاطر خپل سرحد له ارمنستان سره وتړی.