ایران د امنیت شورا ته د اسرائیل د تهدید په وړاندي احتجاج کړی دی:

ایران د امنیت شورا ته د اسرائیل د تهدید د راپور په اړه احتجاج کړی دی. په ملګرو ملتونو کي د ایران سفیر محمد خازعي
دامنیت شوراته په یوه لیږلي لیک کي له دغي شورا څخه غوښتنه کړې چي داسرائیلو دهغه تهدید په وړاندي عکس العمل وښیی چي وایي د ایران پر اټومي تاسساتو به حمله وکړي .
په مکتوب کي ادعا سوې چي د اسرائیل مشران په غیر قانوني او بې احترامانه توګه پر ایران د راکیټی حملو تهدید کړی دی.
داسرائیل نوي صدراعظم ( بنجمین نتن یاهو) او جمهور رئیس ( شیمون پریس ) په دې وروستیو کی رسنیو ته په مرکه کي ویلي :ددې لپاره چي ایران ونه کړای سي اټومي وسلو ته لاس رسی وکړي اسرائیل پر ایران داحتمالي حملو پر موضوع غور کوي. ایران دا ادعا ردوي چي اټومي بم جوړوي . د ملګرو ملتونو امنیت شوراته په دغه لیږل سوي مکتوب کي د جمهور رئیس احمدي نیژاد دهغې اعلامیې په اړه څه نه دي ویل سوي چي د اسرائیل د له منځه وړلو ګواښونه یې کړي .