سمندري غله دامریکایي کیپتان د خوشي کیدو په بدل کي دوه میلونه ډالره غواړي:

د سمندري غلو او د دوی لخوا د برمته سوي امریکایی کیپتان کوچنۍ بیړۍ د سومالیا سواحلو ته نیژدي کیږي. امریکایي ځواکونه چي په دغه سیمه کي جنګي بیړۍ لري اندیښنه ښودلې چي کیدای سي سمندري غله ساحل ته له رسیدو وروسته وتښتي او برمته سوی کیپتان هم له ځان سره بوځي. د چارشنبې په ورځ کله چي سمندري غلو یوه بار وړونکي امریکایی بیړۍ ونیوله نو د بیړۍ کیپتان د خپلي عملې دخوندي خوشي کیدو لپاره خپل ځان سمندري غلو ته تسلیم کړ. سمندري غلو پرون د کیپتان د خوشي کیدو لپاره د دوو میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه.