روسیه وایی د پخواني شور وي اتحاد له جمهوریتونو سره دي په احترام او شفافیت معامله وسي:

دروسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاواروف نن له اروپایی اتحادیې څخه د پخواني شوروي دجمهوریتونو داحترام کولو غوښتنه وکړه:
نوموړي نن په مسکو کي په یوه خبری کانفرنس کي ټینګار وکړ چي اروپایی اتحادیه باید د پخواني شور وي اتحاد له جمهوریتونو سره په احترام او شفافیت معامله وکړي. (ښاغلي لاواروف ) دیوکراین او اروپایی اتحادیې تر منځ پر نوي موافقې چي د یوکراین د غاز د ترانزیت له عصري کیدو سره مرسته کوی انتقاد وکړ. هغه داراز د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د خوشبیني په اړه هم خبداری ورکړ او زیاته یې کړه چي یوپر بل د اعتبار حاصلولو او ګډو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د وخت اړتیا ده .