دتاجکستان سترې محکمی دنړیوال مخدره موادو دقاچاق دنړیوالی شبکې مشر (شکوروب لنګاریویس) په عمر قید محکوم کړ. د تاجکستان د ستری محکمی دمطبوعاتی دفتر په اعلامیه کی راغلی د لنګاریویس د شبکې نور 7 کسان هم په عمر قید محکوم کړل سوی دی ، او نور 11 کسانوته له 6 څخه تر 21 کلونو بند سزا ورکړه سوی ده . لنګاریویس تیر کال د مې په میاشت کي وروسته تر 13 ساعتونو خونړۍ محاصرې په ترڅ کي ونیول سو. دملګرو ملتونو داټکل له مخي هر کال له افغانستان څخه د سلو ټنو په شاوخوا کي هیرو يين دغه هیواد ته قاچاق کیږی.