دامریکا ولسمشر بارک اوباما نن په ترکیه کی د خپلی لیدني پر مهال وویل دده نظر د هغه پریکړه لیک چي په 1915 م کال د عثماني امپراطورۍ پر وخت په ترکیه کي د ارمنیانو وژنه قتل عام بللی و نه دی بدل سوی ، خو هغه د قتل عام کلمه استعمال نه کړه. . ښاغلي اوباما داخبره په انقره کي د خپل ترکي سیال عبدالله ګل سره تر خبرو وروسته یو ګډ خبري کانفرانس ته وکړې . ښاغلي اوباما د ترکیې او ارمنستان تر منځ ددغې ستوتزي د هوارۍ لپاره په خبرو اترو کي د عبدالله ګل ګډون کول وستایه.
بارک اوباما لومړی په انقره کي د ترکيې د لومړي جمهور رئیس بنسټ اویښودونکي ( مصطفی کمال عطا ترک) مقبرې ته د درناوي لپاره ولاړ ، او نن ناوخته به د ترکیې له صدراعظم سره وګوري .
او وروسته به استانبول ته ولاړ سي .
اوباما د یکشنبې په ورځ د چیک په جمهوریت کي له اروپایی اتحادیې څخه وغوښتل چي ترکیې ته د اروپایی ټولني بشپړ غړیتوب ورکړي .
د اوباما ددې څرګندوونو سره د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي وویل چي په اروپایی ټولنه کي د ترکیې د غړیتوب مخالف دی . دجرمني صدراعظمي ( انګیلا میرکل) بیاوویل په اروپایی ټولنه کي د ترکیې احتمالي غړیتوب یوه پرانیستې پوښتنه ده .