د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د شمالی کوریا د لیری واټن د توغندیو د ازمویني په وړاندی اضطراري غونډه جوړ وي. . دامریکامتحدو ایلاتو او جاپان ددې غوندې غوښتنه کړې ده چي په نیویارک کي دملګرو ملتونو په مقر کی جوړیږي. د جنوبي کوریا د جمهوری ریاست ویاند نن دشمالی کوریا دغه ازموینه یو غیر مسؤلانه عمل وګاڼه او زیاته يې کړه چي داکار د نړۍ د امنیت لپاره لوی خطر دی . له بلي خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شمالی کوریا لخوا د لیري واټن د توغوندیو ازموینه یو پارونکی عمل ګڼلی او وایی چي دغه هیواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه کړې ده ددغه پریکړه لیک له مخي دغه رژیم د بالسټیک توغندیو د جوړلو څخه مخنیوی کوي . شمالی کوریا دا ازموینه په داسي حال کي کړې چي پر دغه هیواد د څو میاشتو راهسي دامریکا او لویدیځو متحدینو لخوا فشار دی چي دتوغندیو دغه ازموینه باید تر سره نه سي .