ملګرو ملتونو د افغانستان د اهل تشیع د احوال شخصي د نوي قانون په اړه اندیښنه وښودله

په ملګرو ملتونو کی د بشر د حقونو مسول په افغانستان کی د اهل تشیع د احوال شخصي د قانون په اړه اندیښنه ښودلی دی او هغه ي د بشر او د ښځو له حقونو څخه سرغړونه بللی ده.

دا قانون که څه هم چی لا ند ی خپور شوی خو د افغانستان پارلمان تصویب کړی او ولسمشر حامد کرزي هم لاسلیک کړی دی.

د راپورونو پر اساس ددغی قانون له مخی د نکاح په چوکات کی پر ښځو باندی جنسی تیری ته قانوني بڼه ورکړ شوی او د میړو نو له اجازی پرته له کورونو څخه د ښځو وتل منع ګرزول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو عالي کمشنر دا قانون په ۱۹۹۰کلونو کی د طالبانو د قانون په شان بللی دی.

دغه راز ددغه قانون په لاسلیک کولو ولسمشر کرزی د کاناډآ له سخت انتقاد سره مخا مخ شوی دی کاناډآ په دی لړ کی د افغان دولت پر ضد د سختو اقداماتو غوښتنه کړی ده.

اهل تشیع په افغانستان کی د نفوس ۱۰په سلو کی برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونوسر منشي بان کی مون د قندهار په ولایتي شورا باندی د تیری ورځی ځان وژونکی حمله چی ۱۳تنه پکی وژل شوه غندلی ده.

نوموړي ویلی دا ډول حملی چی د افغانستان د بیارغونی لپاره په ژمنو ادارو او عام ولس باندی ترسره کیږي په افغاسنتان د سولی او ثبات د مخنیوی په هدف کیږي.