پاکستان امنیتی ځواکونو په لاهور کي د پولیسو روزنیز مرکز کنټرول په خپل لاس کي نیولی دی.

نن سهار وختي وسلوالو کسانو د لاهور د ښار په ختیځه سیمه کی پر دغه مرکز حمله وکړه .
وسلوالو په دې حمله کی د ماشنیدارو او لاسی بمونو څخه استفاده وکړه . د پولیسو او وسلوالو تر منځ شخړي 8 ساعته دوام درلود . ددغي حملې د تلفاتو په هکله تر اوسه په رسمی توګه معلومات نه دی ورکړه سوي . خو دپولیس چار واکو اود مطبوعاتو د راپورونو له مخی په پیښه کي 20 نفره پولیس مړه او ډیر نور ټپیان سوي دی . اما د الجزرې تلویزیون د وژلسویو کسانو شمیر 50 ښیی .
د پولیسو په وینا لږتر لږه څلور وسلوال یې وژلي او درې نور یې نیولی دي .