ولسمشر بارک اوباما وايي امريکا به دالقاعده شبکې د مشرانو پرضد عمليات له اسلام آباد سره تر مشورې وروسته وکړي، خو دا نيت نلري چې محاربوي ځواکونه پاکستان ته واستوي. ښاغلي اوباما چې له سي بي اس ټلويزيوني چينل سره په مرکه کې خبرې کولې زياته کړه زموږ نظر چې پاکستان د يو خپلواک هېواد په توګه پېژنو نه دی بدل شوی خو بايد له پاکستان سره تر پخوا زيات حساب وکړو. اوباما ډاډ ورکړ چې امريکا به خپله پاملرنه له القاعده شبکې سره مبارزې ته واړوي او د دې شبکې بېخ او بنياد به وباسي.