په قرغیزستان کی د مخالفو ګوندونو پلویان لاریون کوي

په قیرغزستان کی د حکومت د مخالفو ګوندونو پلویان نن په ټول هیواد کی د لاریونونو په ترڅ کی مظاهري کوي.

مخالف ګوندونه حکومت تورنوي چی د خراب اقتصادي وضیعت او سیاسی بندښت د پای ته رسولو لپآره ي ګامونه ندي اخستي.

راپورونه واي چی په پایتخت بیشکیک کی شاوخوا ۴۰۰۰کسانو لاریون کړی دی.خو چارواکی وای چی ددی شمیری نیمای کسان مظاهری ته راوتي دي.

مظاهره کوني دغه راز راتلونکو انتخاباتو ته د ولسمشر کرمان بیګ باقیف د بیا کاندیدو پر ضد هم لاریونونه کوي.