د کرویشیا پارلمان په ډیر اکثریت سره د ناټو د غړیتوب لپاره رايي ورکړې:

د کرویشیا پارلمان نن په رسمی توګه په ډیر اکثریت سره د ناټو تړون پر غړیتوب موافقه وکړه . د پارلمان 119 استازو مثبتي خو یوه مخالفه رایه ورکړې ده . د رایو روکولو له پروسې څخه وړاندی د کرویشیا صدراعظم (ایو سینډر) وویل چی ناټو نه یوازي پوځي سازمان دی ، بلکي دا سزمان پر هغو ارزښتونو والاړ دی چی ۶ لسیزي یې اروپا ته سوله او سوکالي ورکړي او کروشیا به هم وکولای سی چي د امنیت د صادرونکي په توګه خپل رول ولوبوي.
کرویشیا او البانیا به د ناټو د مشرانو په غونډه کي دناټو تړون 27 او 28 م غړي سی . دغه غونډه د اپریل میاشتي په لومړۍ اوونۍ د ( سټراسبورګ ) په ښار کي جوړیږی.