بارک اوباما د خپلي اقتصادي ستراتیژی څخه دفاع وکړه :

دامریکا جمهور رييس بارک اوباما ویلی دي دده اداري په هره برخه کي له اقتصادي بحران سره مقابله کوې او په دې هلکه د پرمختګ نښي ویني .
هغه په یوې خبري غوندې کي داقتصادي بیارغونی ستراتیژي په هکله هغو امریکایانو ته ډاډ ورکړ چی د اقتصادی رکود له امله اندیښمن دی . بارک اوباما تر 2010 م کال پوري د 3.55 ټریلیونو ډالرو له بودیجې څخه دفاع وکړه . دامریکا اپوزیسیون ګوند جمهوریت غوښتونکی او حتا د حاکم دیمورکرات ګوند ځیني غړي د اوباما پر افتصادي ستراتیژی انتقاد کوي او وایی چی دغه لګښت ډیر زیات دی.