دسوریې د بهرنیو چارو وزیر عراق ته تاریخي سفر کوي :

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ( ولید معلم ) دخپل عراقی سیال ( هوشیار زیباری سره دخبرو لپاره نن بغداد ته ورسید. ښاغلي ( معلم ) لومړی د عراق له صدراعظم ( نوری المالیکی ) سره ولیدل.
عراق او امریکا پر سوریې تورلګوي چی پرخپلو سرحدونه د سختدریځو وسلوالو د تګ راتګ په مخنیوی کي کوټلی ګامونه نه اخلي .
په 1980 م کال د عراق او ایران د جګړې پر وخت سوریې د ایران ملاتړ کاوه ، نو له همدې امله د بغداد او دمشق تر منځ دیپلوماتیکی اړیکی وشکیدلې .
اما د صدام حسین د حکومت تر نسکوریدو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکی مخ پر ښه کیدو سوې . تیره میاشت وروسته تر دیرشو کلونو دعراق سفیر په دمشق کی په کار پیل وکړ.