د ترکیی جمهوررئیس عبدالله ګل د عراق له کردی مشرانو سره ډیری مهمی او بریالی خبری وکړی.
جمهور رئیس عبدالله ګل د سه شنبه په ورځ د کردانو د خودمختاری سیمی له صدراعظم نیچروان برزانی سره په بغداد کی وکتل.
ده له برزانی څخه په ټینګه وغوښتل د هغو کردی بیلتون غوښتونکو په ضد دی څرګند دریځ غوره کړی چی د عراق له خاوری څخه په ترکیی حملی کوی. برزانی عبدالله ګل ته وویل د عراق په شمال کی د کردانو سیمه به د ترکیی ضد حملو لپاره استعمال نشی.
عبدالله ګل په تیرو دیرشو کلونو کی د ترکیی لومړنئ جمهور رئیس دئ چی عراق ته سفر کوی. دئ، دغه راز لومړنئ ترکئ مشر دئ چی د عراق د کردانو د سیمه ایز حکومت له مشر سره یی وکتل.
د دوشنبه په ورځ د عراق جمهور رئیس جلال طلبانی چی دئ هم کرد دئ، له عبدالله ګل سره د کتنی په مهال یی په کردی بیلتون غوښتونکو غږ وکړ چی وسلی دی په ځمکه کیږدی او له عراق څخه دی ووځی. کردی یاغیانو د طلبانی غوښتنه د سه شنبه په ورځ رد کړه.